personal-about

انجنیر رحمت‌الله نبیل

 

انجینر رحمت الله نبیل د حبیب الله لوی ناب زوی په ۱۳۴۸ لمریز کال د میدان وردګو ولایت، جغتو ولسوالی په یوه دینداره او روښان فکره کورنۍ کې نړۍ ته راغی. لومړنۍ  زده کړې یې د کابل ولایت په غازی لېسه کې پیل کړې چې تر لسم ټولګې پورې یې په یاده لېسه کې زده کړې وکړې. ښاغلی نبیل ښونځی نه و بشپړ کړی، چې پر هېواد باندې شورویانو یرغل وکړ. دې یرغل له نوموړی څخه ښوونځی پاتې کړ او د مجاهدینو له ډلې سره یو ځای شو. درې کاله یې د مجاهدینو له ډلې سره یو ځای د روسانو پر وړاندې جهاد وکړ.

تر درې کاله جهاد وروسته نوموړی د خپلو نابشپړو زده کړو د بشپړولو لپاره کوزې پښتونخوا ته لاړ. په ۱۳۶۷ لمریز کال په پېښور کې د سیدجمال الدین افغان له لېسې څخه په عالی درجه فارغ شو. په ۱۳۶۸کال کې یې په  (ای ار سی) پوهنتون کې د ساختمانی انجینری په برخه  زده کړې یپل کړې. څه موده وروسته یې د هرات پوهنتون اړوندې څانګې ته ځان بدل کړ، چې په ۱۳۷۱لمریز کال کې د هرات پوهنتون له لیسانس دورې څخه فارغ شو. ښاغلی نبیل له پښتو، فارسی/دری او انګلیسی ژبو سره بشپړه بلدتیا لری.

ښاغلی نبیل د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت پر بېلابېلو پوسټونو دنده تر سره کړې ده. د لسانس دورې تر بشپړولو وروسته یې د «د افغانستان د پرمختګ او اباد‎ی» موسسې سره د پلان مدیر، د ختیځې حوزې مسوول او د بې ځایه شویو د کیمپ د ادارې مسوول په توګه دنده تر سره کړه.

یه ۱۳۷۴ لمریز کال کې د ملګرو ملتونو په لویه کمېشنری کې د پروګرام جوړونې د مدیر وټاکل شو. په یاده دنده کې یې نهه کاله د مهاجرینو او بې ځایه شویو د کاری وړتیاوو د لوړولو په برخه کې په پوره اخلاص او رښتینولۍ خدمت وکړ. د دندو پر وخت ورته له هېواد څخه بهر د اوسېدو زمینه برابره شوه؛ خو نوموړی له هېواد او خلکو سره د بې ساری مینې په پار په هېواد کې پاتې او له هېوادولو سره په ټولو ناخوالو کې همغاړی و.

په ۱۳۸۳کال د نوی حکومت په جوړېدو سره د ملی امنیت شورا د دننیو(داخلی) اړیکو معاون وټاکل شو. وروسته د دننیو(داخلی) چارو د ریس او بیا د ملی امنیت شورا مرکزی څېړنو د ریس وټاکل شو. ښاغلی نبیل د کړیو خدمتونو او باور پر اساس د وخت د ولسمشر باوری کس شو. په ۱۳۸۴کال د وخت ولسمشر حامد کرزی د نوموړی په مشوره د)  (PPS (ولسمشر د ساتنې ځانګړې ډله) بنسټ کېښود.

په ۱۳۸۹کال د وخت د ولسمشر د ځانګړی فرمان او د ولسی جرګې د استازو پر اکثریت رایو د هېواد د ملی امنیت عمومی ریس وټاکل شو. په دنده کې له دوو کالو وروسته د رښتینی خدمت پر اساس د ملی امنیت د شورا معاون وټاکل شو. د ۱۳۹۲کال د چنګاښ د میاشتې پر دوولسمه نېټه د ملی امنیت د عمومی ریاست سرپرست شو، چې له دې وروسته یې په ۱۳۹۴لمریز کال له خپلې دندې استعفا ورکړه. رحمت الله نبیل له دندې څخه تر استعفا وروسته په یوه ویډیو کې چې د ملی امنیت له لورې خپره شوه وویل:

« د هېواد رښتنو سر بازانو او امنیتی ځواکونو! ویاړم چې په تېرو څو کلونو کې مې له تاسو سره اوږه پر اوږه د دې هېواد د ویجاړوونکو ډلو په پېژندلو، د دوی د کړنو په شنډولو او له منځه وړلو کې هڅه او کار وکړ. زموږ او تاسو ملګرتیا پر هېڅ تعصب٬ غرض او سمت نه وه، ولاړه. د افغانستان زوړورو خلکو! ویاړم چې په پاک زړه، پاکو لاسونو او پرته له خیانته د ملی امنیت ریاست ته استعفا ورکوم.»

ښاغلی نبیل څو ځلې د کړی خدمت او هلو ځلو له مخې ستایل شوی او ځانګړی مډالونه لکه؛ د غازی محمد ایوب خان او غازی وزیر محمد اکبر خان لوی دولتی مډال ورکړل شوی دی. نوموړی ته په اړوندو دندو کې وړ او لویې رتبې ورکړل شوې دی.

ښاغلی نبیل د ۱۳۹۶کال د چنګاښ د میاشتې پر ۲۵مه نېټه د هېواد له سیاسی او نوموتو څېرو سره د «د افغانستان د خلکو محور» په نوم د یوه سیاسی خوځښت بنسټ کېښود. د افغانستان د خلکو محور خوځښت پرمختګ او سیاسی عدالت غوښتونکی خوځښت دی. دا خوځښت د خلکو، نوی نسل  غوښتنو پوره کولو همدارنګه د ډیموکراټیکو ارزښتونو او غوښتنو پر بنسټ جوړ شوی دی، چې له فعالو سیاسی خوځښتونو سره یو ځای د اسلام د مقدس دین او اساسی قانون په رڼا کې د دې هېواد لپاره وړ کړنې او هلې ځلې کوی.

ښاغلی نبیل هیله لری، چې د جمهوری ریاست د څوکۍ له لارې د ولسمشر په توګه د هېواد له خدمتګارانو سره یو ځای افغانستان ته خدمت وکړی.

انجنیر رحمت الله نبیل، د افغانستان د اسلامِی جمهوریت  د ولسمریزوه ټاکنو لپاره خپلواک نوماند