رحمت الله نبیل: د ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نه لری

د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم مشر، انجینر رحمت الله نبیل نن(تله۹) د”ولسمشریزو ټاکنو اړوند د امنیت او عدالت ټیم په مطبوعاتی ناسته کې” وویل: پراخو درغلیو ته په پام سره د ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نه لری او د ټاکنو خپلواک کمیسیون باید دوهم پړاو ته چمتو شی.

د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم مشر وویل، چې زموږ د معلوماتو په اساس ځینو ټیمونو د یوې رایې تر لاسه کولو لپاره له ۱۸۰ تر ۲۲۰ ډالر مصرف کړی دی. ښاغلی نبیل په ځینو مراکزو کې د خلکو د نومونو نه شتون قصدی وګڼه او ویې ویل: په کومو سیمو کې چې حاکم ټیم رایې نه درلودلې هلته په لستونو کې د خلکو د نومونو نه شتون یو قصدی عمل و. هغه زیاته کړه: کوم ټیمونه چې ځان بریالی بولی هغوی غواړی چې یو ځل بیا هېواد د بحران خواته یوسی. د دوی په مقابل کې باید قاطع دریځ ونیول شی او ورته وویل شی چې افغانان نور اجازه نه درکوی،چې هېواد بیا د بحران خواته یوسئ.

رحمت الله نبیل د ټاکنو له کمیسون څخه وغوښتل چې تورې او سپینې رایې تفکیک کړی او د خلکو له لاسه تللی باور بیرته تر ژوندی کړی. هغه زیاته کړه: امنیت او عدالت ټیم ته یوازې بایومتریک شوې رایې د منلو وړ دی او بس. د معلوماتو له مخې د ټاکنو د کمیسون کمېشنران د ټاکنو پایلې د لیستونو له مخې شمارل کېږی نه د بایومتریک. هغه د ټاکنو خپلواک کمیسون ته په اشارې کولو سره زیاته کړه: په ټوله کې ۲۹ زره د بایومتریک دستګاوې په ټول افغانستان کې ویشل شوې وې؛ مګر اوس یوازې ۵ زره دستګاوې مرکز ته انتقال شوی او بس؛ د ۱۱ میلونو رای پاڼو څخه یوازې دوه میلونه استفاده شوی دی؛ نورې پاڼې او دستګاه ګانې چېرته دی؟

د امنیت او عدالت ټاکنیز ټیم مشر په تاکید سره وویل،چې موږ هره هغه فیصله منو، چې د ټاکنو د روڼوالی په سبب وشی. همدا رنګه هغه زیاته کړه: امنیت او عدالت ټیم به په راتلونکې ناسته کې له بحران څخه د مخنیوی طرحه له افغانانو سره شریکه کړی. زموږ تعهد لنډمهالی نه بلکې اوږدمهالی دی. ښاغلی نبیل زیاته کړه: دواړو ټیمونو په درغلی لاس پورې کړی؛ یو د ټوپک په زور او بل هم له دولتی امکاناتو په ګټه اخیستلو او د بیت المال په پیسو. د معلوماتو له مخې یو ټیم ۱۷۵ میلونه ډالر په خپل کمپاین کې مصرف کړی. په میلونونو ډالر د بیرونیو استخباراتو له لوری په کمپاین لګول شوی. افغانستان د قومندانانو او قراردادیانو تر منخ لکه کیک وېشل شوی دی. په ټاکنو کې د خلکو کمرنګه ګډون د ملی وحدت د حکومت د مشرانو په مخ کلکه سپېړه ده.

رحمت الله نبیل زیاته کړه: د افغانستان د سلامتی لپاره باید ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شی. د ټاکنو معنوی ګټوونکی موږ یو، ځکه چې له بدخشان څخه نیولې ان تر نیمروزه پاکې رایې لرو.

اړوند موضوعات