د مور نړۍ واله ورځ مو مبارک!

نن د مور نړۍ واله ورځ ده. زه د دغې لویې ورځې مبارکی لومړی خپلې مور او بیا د افغانستان ټولو زورېدلو میندو ته وایم، هغو میندو ته،چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د چرګې د هګیو په پلورلو او لاسی کار په وسیله  خپل اولادونه ښوونځی ته استوی، مبارکی وایم هغو میندو ته چې د زړه ټوټه یې د جګړې قربانی شوی او مبارکی وایم د هېواد د امنیتی ځواکونو میندو ته.
افغانو میندو خپل مورنی او ټولنیز مسولیت د افغانستان له هر اوسیدونکی زیات او په ښه ډول اداء کړی دی. هیڅ مور د افغانستان په هیڅ ځای کې خپل ماشوم ته نه دی ویلی چ فلانی قوم یا فلانی دې دښمن دی. افغانې مورکۍ خپل بچی له هر ډول قومی، ژبنی، مذهبی او سمتی تعصب څخه پاک خپلې ټولنې ته وړاندې کړی دی. مګر کله چې دغه معصوم بچی ټولنې ته وړاندی شوی، د یو خاین اقلیت په واسطه یې ژوند د تعصب په مرض اخته او ککړ شوی دی.


د هغې ورځې په هیله چې زموږ د ګران افغانستان په ګوټ ګوټ کې دایمی امنیت راشی او دوامدار عدالت پلی شی؛ تر څو نور د هیڅ یوې مور د زړه ټوټه قربانی نه شی او د خپلو اولادونو په خوا کې نیکمرغه او خوشحاله ژوند وکړی.
رحمت الله نبیل، د «امنیت و عدالت» ټاکنیز ټیم مشر

اړوند موضوعات