رحمت‌الله نبیل: د ملی یووالی په حکومت کې تر لاسته راوړنو ستونزې زیاتې دی

کابل (پژواک، ۱۴حوت ۹۷): رحمت الله نبیل د حکومت په مشرانو نیوکه کوی او وایی چې هغوی د امنیتی ځواکونو په سیاسی کولو او د موازی ادارو په جوړولو هیواد د مشروعیت، قانونیت، اقتصادی تنګسې او امنیتی بحران تر سرحده رسولی دی.

د ملی امنیت پخوانی ریس رحمت الله نبیل، د یو افغان شموله سیاسی جریان بنیاد ایښودونکی او د جمهوری ریاست راتلونکو ټاکنو ته کاندید دی،چې د ( امنیت او عدالت ) تر شعار لاندی یې په سیاسی، امنیتی، اقتصادی، ټولنیزو او کلتوری برخو کې د کټورو برنامو او پروګرامونو په درلودلو سره یې ځان له نورو ۱۷ تنو نوماندانو سره د سیالی لپاره چمتو کړی دی. خو لا معلومات نشته چې د ټاکنیزو مبارزاتو تر پیل پورې به څومره کسان له دغه لیست څخه هذف شی.

محمد اشرف غنی، عبدالله عبدالله، محمد حنیف اتمر، رحمت الله نبیل، زلمی رسول، نورالحق علومی، شیدا محمد ابدالی، احمد ولی مسعود، فرامرز تمنا، گلبدین حکمتیار، لطیف پدرام، حاجی محمد ابراهیم الکوزی، غلام فاروق نجرابی، محمد حکیم تورسن، سید نورالله جلیلی، محمد شهاب حکیمی، نور رحمان لیوال و عنایت الله حفیظ د جمهوری ریاست د ټاکنو  ۱۸  احتمالی نوماندان دی.

ښاغلی نبیل له پژواک سره په یوې ځانګړې مرکه کې د ملی وحدت د مشرانو تر منځ اختلافاتو ته په اندیښنې سره وویل: په دغې دوره کې د حکومت مشرانو اساسی قانون تر پښو لاندې کړی او د هیواد لپاره یې د یو لیدلوری په نه لرلو سره په ادارو کې یې د قوم، ژبې، سمت په اساس مقرری کړې دی. په داسې حال کې چې د قانون په اساس ټول خلک له یو ډول حقونو او وجیبو څخه برخمن دی.

د اساسی قانون په دوه ویشتمه ماده کې راغلی دی چې د افغانستان د اتباعو تر منځ هر ډول تبعیض منع دی او د افغانستان ټول اتباع ـ نر او ښځه ـ د قانون په مقابل کې یو ډول حقوق او وجایب لری.

نیل د کرزی او اشرف غنی دواړو حکومتونو ته په اشارې وویل چې دواړو ښه فرصتونه درلودل چې د هیواد د اقتصادی پرمختګ، سیاسی ثبات، ټولنیز ارامښت او فرهنګی پراخۍ سبب کېدل دوی له لاسه ورکړل.

نوموړی زاته کړه: د کرزی په وخت کې شرایط یو متفاوت و او ظرفیتونه ټیټ و؛ځکه چې د داخلی جګړو پر وخت او د طالبانو د تورې دورې په دوران کې حکومتی څټې له منځه تللې وې هر څه بیرته له صفر نه شروع شول مګر د پرمختګ په برخه کې څه نا څه لاسته راوړنې هم وې. ده زیاته کړه چې وروسته له طالبانو یو طلایی فرصت په لاسه راغی؛ مګر غیر له دې چې کوم داسې د ستاینې وړ کار وشی او مطلوب وضعیت ایجاد سی متاسفانه تر لاسه نه شو.

نبیل وویل چې په ځینو برخو کې د ملی وحدت له لاسته راونو هم باید سترګې پټې نه کړو؛ اما په ټولیز ډول د مشکلاتو پله نسبت لاسته راوړنو ته درنه ده هغه زیاته کړه : په ټاکنو کې زموږ د ټیم د بریا په صورت کې به موږ هم د نظام د تقویې، امنیتی ځواکونو، له پنځم ستون سره مبارزه د نظام په داخل کې ـ له حکومت سره د کلیو او منبرونو په نزدې کولو او همفکره کولو کې به هڅه کوو او هم به د سولې پروسه په یو متفاوت ډول پر مخ یوسو او د هیواد ټولو خلکو ته به د مالکیت احساس ورکړو

نوموړی د سولې پروسې ته په اشارې،چې د ده د کامیابۍ په صورت کې به د ده د حکومت د کارونو په سر کې قرار ولری وویل: چې د افغانستان منتخب حکومت یوازینۍ مرجع ده چې له مقابل لوری او نورو دخیلو هیوادونو سره د سولې په پار خبرې وکړی. هغه وویل چې نور ټول ادرسونه چې د سولې په برخه کې د څه کولو توان نه لری له منځه به یې یوسی لکه د سولې شورا. هغه وویل چې د سولې د پروسې د پرمخ وړلو لپاره به یو ځانګړی دولتی هیئت جوړ کړی چې غړی به یې دولتی او غیر دولتی معظم اشخاص وی او د سولې خبرې پر مخ وړل به یې پر غاړه وی. د سولې خبرې به د ملی شورا په مشوره او شرکت د حکومت له خوا پر مخ وړل کېږی .

د هغه په وینا که طالبان امادګی ولری، د ده حکومت به یې د بهرنیو ځاکونو د وتلو په شمول ټولو موضوعاتو باندې لکه: د بهرنیو ځواکونو د وتلو محال ویش، د افغانستان د اساسی قانون اصلاح، له جنګی جنایت کارانو سره په برخورد او له مجازات کولو څخه انصراف، د قانون په رعایت کولو او د ملی مشورو په نظر کې نیولو سره به له دغې ډلې سره خبرو ته حاضر دی.

نبیل سولې،پخلاینې او د اساسی قانون اصلاح ته په اشارې وویل،چې په دې برخه کې اقدامات د خلکو د سیاسی، ټولنیزې ازادی ـ د افغانستان د اساسی قانون د اصولو لکه د ښځو د حقونو د ماتېدا،تعدیل یا کمښت سبب کېږی. هغه دې ته په اشارې چې د نه پاملرنې په سبب د جنګ او سولې اختیار د افغانستان په لاس کې نه ده وویل:

 ( د سولې په پروسه کې باید د ۱۸ کلونو قریبانی او لاسته راوړنې او د افغانستان اساسی حدود له نظره و نه غورزول شی، موږ سولی ته د اوږدمحال او ستراتیژیک نظر نه ګورو.) دغه د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند په سوله په پروسه کې ساسی او ملی اجماع مهمه وبلله او ویې ویل: هیچا ته به اجازه ورنکړی،چې د قوم، ژبې، حزب او د خپل تنظیم په نوم ځان د سولې مالک وګڼی، د سولې مالکان د افغانستان خلک واوسی.

ښاغلی نبیل دې ته په ګوت نیونې،چې د افغانستان داخلی سیاست روان وضیعت او مطالعاتو ته په کتلو تنظیم کېږی،وویل،چې په دې برخه کې په ټولو خلکو او دولت،به یې له لومړنیو اقداماتو څخه وی،چې د خلکو لپاره د امنیت د تامین سبب کېږی. دا چې افغانستان فلحال د جنګ په حال کې دی،نو په کار ده،چې د جنګی جرمونو او امنیت په خاطر ځانګړی تدابیر ونیول شی. د هغه په وینا له تروریزم سره د مبارزې او د پلان شوو جنایتونو، لکه جاسوسی او نور مسایل ایجابوی چې په قوانینو کې مناسب تغیرات او تعدیل راشی.

د وحدت ملی پر حکومت د پرلپسې نیوکو په ترس کې وایی،چې د حکومت رهبران منظمه پالیسی نه لری او همیشه له ګاونډیو هیوادونو سره تکتیلی برخورد شوی،چې متاسفانه قیمت یې د افغانستان خلکو ادا کړی دی. نوموړی د خپل مبارزاتی ټیم د خارجی سیاست په هکله وویل: موږ به هیڅکله په همسایه هیوادونو کې مخفی ګټې ونه پالو او په افغانستان کې د ګاونډیانو د مخفی ګټو په مقابل کې به هم ولاړ یو، د یو او بل عرضی تمامیت ته د متقابل احترام په اساس به زموږ بهرنی سیاست استوار وی.

د هغه په وینا له ګاونډیو هیوادونو سره باید د افغانستان روابط د متقابل احترام په بنیاد، د ملی حاکمیت د اصل،عرضی تمامیت او د یو او بل به داخلی چارو کې د نه مداخلې به اساس تنظیم شی او افغانستان باید د منطقې له هیوادونوسره د تقابل کیدو پر ځای د تعامل او هماهنګی په نطقه بدل شی.

هغه وویل،چې د ده د کامیابۍ په صورت کې به د افغانستان په ټاکنیزو او نورو مهمو مسایلو کې به د بین المللی قوانینو په مراعات کولو د بهرنیو هیوادونو د نمایندګی ګانو له سیاسی لاسوهنو څخه په کلکه مخنیوی کوی.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند رحمت الله نبیل دې ته په اشارې چې انتخاباتی ټکټ یې د هیواد اساسی ته ډېر ژمن دی وویل،چې فلحال یې په انتخاباتی ټیم کې اجراییه ریاست نشته؛ اما په اینده کې که اساسی قانون تعدیل شی او لویې جرګه یې تایید کړی،شاید ویې لری. هغه وویل، چې د قدرت تمرکز باید اصلاح شی او صلاحیتونه باید وویشل شی او د خپل اسازیتوب په دوران کې باید د خلکو رښتینی ګډون ووینی؛ مګر فلحال به په دغې برخه کې هر اقدام مخکې له وخته او د قانون مخالف وی.

نوموړی زاته کړه ( د ورستیو ۱۸ کلونوستونزو ته په کتلو،بې به شکه د نظام او نورو برخو کې اصلاحات مهم دی او کله چې دغه بحث ته مخ کوو نو باید د معاونینو صلاحیتونه ډېر شی او والیان باید په کدری او بودیجوی سیاست، پروژو او پرمختګ کې ډیر صلاحیت ولری او شاروالان به انتخابی کړو.

د ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند په تاکید سره وویل چې د نظام په جوړښت کې هر تغیر راځی،باید په رښتینی ډول د اساسی قانون او د لویې جرګې له خوا د اساسی قانون د تعدیل او خلکو ته د مراجعه کولو په اساس منځ ته راشی .

د اساسی قانون تبدیل: نبیل د اساسی قانون په تعدیل باندې په تاکید سره وویل،چې د کامیابۍ په صورت کې، د لوړې له مراسمو یوه اونۍ وروسته به د اساسې قانون د تعدیل لپاره د وړاندیزونو د برابرولو لپاره یو کمیسون جوړ کړی. نوموړی وویل،چې لویې جرګې ته به یې یو وړاندیز د صدارت مقام او د ولسمشر د دریم معاون او د صدر اعظم اضافه کول وی،چې د دغه امر تکمیل او تصویب د لویې جرګې له صلاحیتونو څخه دی.

د جمهوری ریاست له نورو نوماندانو سره ایتلاف: نبیل د هغو اوازو په رد کولو،چې له له بل انتخاباتی ټکټ سره د دوی د یو ځای کېدو په هکله وې وویل،چې دغه رقم خبرې صرف او صرف تبلیغاتی او کمپاینی بڼه لری. نبیل زیاته کړه: دې ته په کتلو،چې له نورو سیاسیونو او نوماندانو سره زموږ فکر، برنامې، پیغام او کمپاین بلکل متفاوتې دی،په همدې دلیل له هیڅ انتخاباتی ټکټ سره ایتلاف نه کوو بلکې د انتخاباتو په لور ځو. د ولسمشری ټاکنو ته دغه نوماند وایی،چې د افغانستان خلک توانایی لری نو باید د ابادۍ او ټول منلو په خوا لاړ شی او له اوسنی حالت او مشکلاتو څخه نجات ومومی.

د افغان حکومت د مشرانو په ټاکنه کې د بهرینانو رول: د مرسته کوونکو هیوادونو په ځانګړی ډول د امریکې متحده ایالاتو رول او لاسوهنه د افغان حکومت د مشرانو په ټاکنه کې رد کړه او ویې ویل: موږ باید له فکری اسارت څخه ووځو او نه باید هر څه په بهرنیانو پورې وتړو، زه غواړم چې له امریکا سره ستراتیژیکې اړیکې ولرو اما دا فکر هم نه شم کولی،چې د ولسمشر په ټاکلو کې دې رول ولرې.

نوموړی دې ته په اشارې،چې په ۲۰۱۴ کال کې نیزدې و افغانستان د بحران په لوری لاړ سی وویل،چې امریکا ځکه د ملی وحدت حکومت په جوړولو اقدام وکړ او افغانستان یې له بحران څخه وژغوره،چې امریکا د افغانستان په مسایلو کې شریکه وه. هغه زیاته کړه: که هغه وخت د ۲۴ ساعتونو په موده کې حلات کنټرول شوی نه وی،امکان و،چې د حامد کرزی تر څنګ، ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلو پلویانو او محمد اشرف غنی د ټاکنو د کمیسون له خوا ولسمشر اعلان شوی وی،چې د ملی ځواکونو په روحیه به یې ډیره بده اغیزه کړی وه او ممکن د یو خطرناک بحران په طرف تللی وی، په همدې خاطر به هیڅکله بهرنیو هیوادونو او سفارتونو ته اجازه ورنکړو،چې د افغانستا په داخلی مسایلو،سیاست او ملی ارزښتونو کې مداخله ولری.

د بهرنیو ځواکونو وتل: په دې برخه کې د نبیل نظر دا و،چې که چیرته د امریکا متحده ایالات ناساپه او د نیابتی جګړې او مداخلاتو ته له پام کولو بغیر له افغانستان نه ووځی دا په دې مانا نه ده،چې افغانان نه شی کولی له خپل هیواد نه ساتنه وکړی، بلکې ته یې له خپل هیواد نه ساتنه کړی او تل به یې کوی. نبیل دې ته په اشارې،چې افغانان د ګاونډیو هیوادونو له مداخلو نه ترخې تجربې لری وویل،چې امریکا باید افغانستان یواځې پرنږدی او خپلو کومکونه قطع نه کړی،برعکس د بیرونیو فشارونو په مقابل کې له افغانستان ملاتړ وکړی او د هیواد له امنیتی ځواکونو سره مرسته وکړی. نبیل زیاته کړه: د امریکا له متحده ایالاتو غواړی،چې په افغانستان او سیمه کې باید ابادی په میراث پرېږدی،کنه قیمت به یې پخپله اداء کوی. ځکه چې ترورستی ډلو ته به د پاکستان په ملاتړ،غرور او کامیابی حاصله شی،چې مخکې یې روس ته او اوس امریکا ته ماتې ورکړه،خو که دا موضوع سرسری وګڼل سی،نو پاکستان یو قدرت بدلیږی،چې نه تنها په سیمه کې بلکې د نورو ډیرو هیوادونو په مقابل کې به له ترورېزم نه د یوې وسیلې په توګه استفاده کوی

د ټاکنو په کمیسونونو کې سمونې:

نبیل د تاکنو په کمیسون کې د اصلاحاتو په اړه وایی،چې د اشخاصو بدلون د ټاکنو په کمیسون کې اصلاحات نه شی راوستلی،باید د رڼو ټاکنو لپاره باید سیاسی اراده وجود ولری او د ټاکنو په قانون کې باید تغیرات راشی او سیستم باید داسې عیار شی،چې د هغه په واسطه اشخاص کنټرول شی. هغه زیاته کړه: مخکنی کمشنران هم اکاډمیک او مدنی خلک و، خو دا چې سیستم سم نه دی،هغوی ونه توانیدل،چې داسې انتخابات وکړی،چې د افغانستان ټولو خلکو ته د قبول وړ وی. د نوموړی په وینا د نوو کمیشنرانو په مخ کې هم مشکلات شته. د معرفی شوو خلکو په منځ کې، مسلکی څېرو شتون درلوده؛ اما د ولسمشرۍ ټاکنو ته د نوماندانو له خوا ځینې ضعیفې څېرې،چې د حزبونو له خوا معرفی شوی و انتخاب شول. هغه زیاته کړه،چې د ولسمشرۍ لپاره نوماندان لا د ټاکنو د شکایاتو د کمیسون له فلتر څخه نه دی وتلی؛ همدوی به فیصله کوی،چې ټول نوماندان د ټاکنیزو سیالیو میدان ته داخل شی او که…؟

ښاغلی نبیل له ولسمشر،د ولسمشرۍ نوماندانو،سیاسیونو،د ټاکنو د کمیسون له غړو او له نورو انتخاباتی شریکانو نه وغوښتل،چې د ۱۳۹۳کال د ولسمشرۍ او د ۱۳۹۷ کال د ولسی جرګې له ټاکنو نه عبرت واخلی او له رڼو ټاکنو څخه ملاتړ وکړی او په ټاکنو په چارو کې له مداخلې څخه مخنیوی وکړی.

نبیل د تیرو ټاکنو ناکامیو ته په اشارې وویل: که چېرې دا ځل هم ټاکنې له مشکلاتو سره مخ شی، نه تنها دا چې د دیموکراسی په برخه کې به ناکام یو،بلکې د خطرناکو بحرانونو په طرف به لاړ شو. هغه په اخر کې د ټاکنو د کمیسونونو له نوو غړو څخه وغوښتل،چې حزبونه،ټیمونه او سمتی،قومی او ژبنی تړښتونه پرېږدی او ځان په ملت او قانون پورې تړلی وګڼی.

اړوند موضوعات